چې عُمّــال ېې بد مذهب وي
د اعمــــــالـــــــــو پۀ سبب وي
د ښـــادۍ طمـــــــع عبس ده
چـــې نا اهلــــه پۀ منصب وي
تـــــرقي به څنګـــــه کېــــــږي
چې چاؤدنې شور شغرب وي
دا خبـــــــــره ازمــــــــــــوده ده
چــــــرته ډب هلتـــــه ادب وي
سړے نۀ دے بې لۀ مینــــــې
کۀ عجــــــم وي کۀ عـــرب وي
خیام ويشي جــــــام د مینې
کـــــۀ د چــــــا وته طــلـب وي
خيام يوسفز ے