RSS

Category Archives: Akbar Sayyal

‫زما د خوږ زړه د پرهر نه به دې کرکه وشي


red_rose_1_by_ladyfataphotography-d5d349c

‫زما د خوږ زړه د پرهر نه به دې کرکه وشي
یاره د خپل حسن د شر نه به دې کرکه وشي

ازغی د ګل په سېنه مات، ګل د ازغي په سېنه
سپرلي ته وایه، د ډنډر نه به دې کرکه وشي

د سرمایې مینې څه داسې کړل پۍ مخي پمن
د خپل دلدار، د خپل دلبر نه به دې کرکه وشي

لکه بتان هسې ړانده کاڼه دي، غږ نه کوي
د سترګورو د نظر نه به دې کرکه وشي

هره حجره، هر یو جومات د دلالانو نه ډک
د پښتنو د لر او بر نه به دې کرکه وشي

د پښتنو د ننګ شملې کړې قاتلانو په سر
د تور پټکي او سپین څادر نه به دې کرکه وشي

چېرته په خپل ګرېوان کې وګوره چې څه دي په کې
سیاله د خپل زړه او ځیګر نه به دې کرکه وشي

اکبر سیال‬

 
Leave a comment

Posted by on September 6, 2013 in Akbar Sayyal

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , ,

 
%d bloggers like this: