RSS

زه يي د تلو په لار كي ناست يم دا په بله رازى

26 Dec

way

زه يي د تلو په لار كي ناست يم دا په بله رازى
بيا سه زڑه چودي انتظار دي يار به كله رازى

بلا شيبه وى د گودر په تماشه ملگرو
دغه ملا ته ستاسو حيال وى چي مانزه له رازى

ما د لحد په غاڑه كيگدے لا مي مه خوزوئ
هغه كوچے به مي ليدو له د كابله رازى

دا لا تر اوسه ماشومان دى په دي نه پوهيگى
خداى خبر عقل به زما په قام كي كله رازى

ما چي راويخ كى ٹوله شپه مي په سلگو ژڑوى
ته چي پختو كوي نو ياد د اشنا سله رازى

تا چي راوڑي وو زما په مڑوندونو تنگ وو
هغه بنگڑى مي اوس اتله تر سنگله رازى

 
Leave a comment

Posted by on December 26, 2013 in Israr Atal

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

Leave a comment