RSS

Monthly Archives: September 2013

Kash ka za baran we pa JANAN ba waridale..


Rain

Kash ka za baran we pa JANAN ba waridale..
Khushala ba mudam we pa hejran ba waridale..

Waryaz che pa asman we da ratlu ba me imkan we..
JANAN khu zama zan day pa khpal zan ba waridale..

Gulonu ba khandale da JANAN da zra da para..
Bahaar Bahaar ba za we pa Arman ba waridale..

( LawanGin )

 
Leave a comment

Posted by on September 6, 2013 in Lawangin

 

Tags: , , , , , , , ,

‫زما د خوږ زړه د پرهر نه به دې کرکه وشي


red_rose_1_by_ladyfataphotography-d5d349c

‫زما د خوږ زړه د پرهر نه به دې کرکه وشي
یاره د خپل حسن د شر نه به دې کرکه وشي

ازغی د ګل په سېنه مات، ګل د ازغي په سېنه
سپرلي ته وایه، د ډنډر نه به دې کرکه وشي

د سرمایې مینې څه داسې کړل پۍ مخي پمن
د خپل دلدار، د خپل دلبر نه به دې کرکه وشي

لکه بتان هسې ړانده کاڼه دي، غږ نه کوي
د سترګورو د نظر نه به دې کرکه وشي

هره حجره، هر یو جومات د دلالانو نه ډک
د پښتنو د لر او بر نه به دې کرکه وشي

د پښتنو د ننګ شملې کړې قاتلانو په سر
د تور پټکي او سپین څادر نه به دې کرکه وشي

چېرته په خپل ګرېوان کې وګوره چې څه دي په کې
سیاله د خپل زړه او ځیګر نه به دې کرکه وشي

اکبر سیال‬

 
Leave a comment

Posted by on September 6, 2013 in Akbar Sayyal

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , ,

سپوگمَی بہ چھ راوختہ پہ بام د روژے


لیک د سر تاج حیران .
سپوگمَی بہ چھ راوختہ پہ بام د روژے .
یا دیگی راتہ بیا ھغہ ما خام د روژے .

خا لق وائی پخپلہ ورکووم بہ روژدار .
چھ دا بہ وی لا سہ رنگہ انعام د روژے .

ٹولہ بہ کڑی تیرہ د الله پہ عبادت کیے .
کہ شوالو پہ نیکیو د چا پام د روژے .

ثواب د شب قدر بہ پہ براخہ د ہغو شی .
کڑے چھ وی چا شپہ کے قیام د روژے .

پہ وخت د روژہ ما تی کے پراتھ وی بے حسابہ
چھ سومرا نعمتوں دی تمام د روژے .

نفلے عبادت ہم یی پہ فرضو کے قبلیگی .
کولہ د خبرہ یو امام د روژے .

کہ غواڑی چھ گھناہ دی لگہ کمہ شی حیرانہ .
بیا وایہ کلہ ، کلہ الف لام د روژے .

 
Leave a comment

Posted by on September 2, 2013 in Sartaj Heiran

 

Tags: , , , , ,

راته يَــــو نظــــــــــر کـاتۀ دې يَـــــو پۀ لس وي


راته يَــــو نظــــــــــر کـاتۀ دې يَـــــو پۀ لس وي
دَ خَـــروار نه خو يَــــــــــو چونګ نمونه بس وي

کۀ دې دا ځل ستــرګې هغه شان خوَږې کړے
ګـــــورې لافې دَ شېخۍ به مې تس نس وي

دَ کتاب پۀ کوم يَو ورق کښې چې دې نوم وي
ما به ايخــــــــــــې بڼـــــه هلته دَ طــــاوَس وي

ستا محفل کښـــې زما داســـــې کېفيت وي
لکه څنګـــــــه چې دَ غل پۀ ګېــــــره خس وي

ستا پۀ دَر کښې به مؤمن عاشق خوشحال وي
منافِـــــــق لکـــه چې طير في القَفَس وي

ده ناشــــونــې چـې خيام به چــرې موړ شي
دَ رِندانــــــــو پۀ هـــوَس کښې بل هـــوَس وي

خيام

 
Leave a comment

Posted by on September 2, 2013 in Khayam Yousafzai

 

Tags: , , , , , , ,

 
%d bloggers like this: