ستا په چم باندې تېرېږم پښه نيولے پښه نيولے
وجه څۀ ده چې غورځېږم، پښه نيولے پښه نيولے
ووځم ستا لۀ چمه ځمه خو په نۀ زړۀ
وروستو ګورمه ودرېږم، پښه نيولے پښه نيولے
په ليدو پسې دې اخوا دېخوا ګورم
نور تورتم شو روانېږم، پښه نيولے پښه نيولے
چې د کلي ژوند دې نۀ په ما لورېږي
په ځنګل وردننه کېږم، پښه نيولے پښه نيولے
د زړۀ غم مې ستا يادونه راتازه کړي
بيا پرې زۀ درمان ژړېږم، پښه نيولے پښه نيولے