RSS

Tag Archives: israr atal

زه يي د تلو په لار كي ناست يم دا په بله رازى


way

زه يي د تلو په لار كي ناست يم دا په بله رازى
بيا سه زڑه چودي انتظار دي يار به كله رازى

بلا شيبه وى د گودر په تماشه ملگرو
دغه ملا ته ستاسو حيال وى چي مانزه له رازى

ما د لحد په غاڑه كيگدے لا مي مه خوزوئ
هغه كوچے به مي ليدو له د كابله رازى

دا لا تر اوسه ماشومان دى په دي نه پوهيگى
خداى خبر عقل به زما په قام كي كله رازى

ما چي راويخ كى ٹوله شپه مي په سلگو ژڑوى
ته چي پختو كوي نو ياد د اشنا سله رازى

تا چي راوڑي وو زما په مڑوندونو تنگ وو
هغه بنگڑى مي اوس اتله تر سنگله رازى

 
Leave a comment

Posted by on December 26, 2013 in Israr Atal

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

چې عُمّــال ېې بد مذهب وي


چې عُمّــال ېې بد مذهب وي
د اعمــــــالـــــــــو پۀ سبب وي

د ښـــادۍ طمـــــــع عبس ده
چـــې نا اهلــــه پۀ منصب وي

تـــــرقي به څنګـــــه کېــــــږي
چې چاؤدنې شور شغرب وي

دا خبـــــــــره ازمــــــــــــوده ده
چــــــرته ډب هلتـــــه ادب وي

سړے نۀ دے بې لۀ مینــــــې
کۀ عجــــــم وي کۀ عـــرب وي

خیام ويشي جــــــام د مینې
کـــــۀ د چــــــا وته طــلـب وي

خيام يوسفز ے

 
Leave a comment

Posted by on December 18, 2013 in Khayam Yousafzai

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , ,

نۀ دَ مرګ، نۀ دَ حيات دي


نۀ دَ مرګ، نۀ دَ حيات دي
ربه دا څنګــــه حالات دي ؟

چرته ښکار مغيث منيب شي
چـــــرته ډزې پۀ جمات دي

کينې حسد ته سجدې دي
دا دَ دور لات منــــات دي

څۀ حالات سمجوته نۀ کړي
څۀ زمونــــــــــږ لوازمات دي

خير کۀ نن وايم چـې نشته
واړه تلـــــــونې بې ثبات دي

ګسه ستـــــرګه مې رپيږي
دَ راتلــــو ېې امکانات دي

پۀ چِـّلو مې رانده نۀ کړه
ښکلی نۀ دي خــو جنّات دي

دَ خيـــــام زړۀ ميکــــده ده
پکښې څــــومره براکات دي

خيام یوسفزے

 
Leave a comment

Posted by on August 19, 2013 in Khayam Yousafzai

 

Tags: , , , , , , , , ,

خزان توئ کړه ډير ګلونه ښکلي، ښکلي


خزان توئ کړه ډير ګلونه ښکلي، ښکلي
خاورو لاندې کړل مخونه ښکلي، ښکلي

د اجل لاسو پرې نه ښودل تالا شو
د يارانو محفلونه ښکلي، ښکلي

د وختونو باد همه تخت و تاراج کړل
د شاهانو وو تختونه ښکلي، ښکلي

د مرګي سيلاب ئې برګ و ثمر يوړل
که هر څومره وو باغونه ښکلي، ښکلي

تا لا جام په لاس نيولې په مستئ کښې
خاورې شوي ډير جامونه ښکلي، ښکلي

اې (طيبه) دا ژوندون دا هسې تير کړه
چې دې پاتې شي يادونه ښکلي، ښکلي

 
 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

ټوټي ټوټي دي ځما زړه ځما ځیګر کړي دي


musafar

ټوټي ټوټي دي ځما زړه ځما ځیګر کړي دي
ظلم ستم، وایه چا دومره په کافر کړي دي

ستا انتظار به ستا د نه راتلو پیغور راکوي
جانانه تیرځل مي په سرو سترګو آختر کړي دي

دا چه زه خاوري په سر الوزاوم لاري سارم
دا مي لالیه ستا په سپینه خله باور کړي دي

قاتل زما دا آرمانونو تپوس ما نه کوي
تا ولي بیا جانانه کوچ د اشنغر کړي دي

زړه مي ډوبیږي د آختر زیري په ما مه کوه
زه مسافر یم، آختر کله مسافر کړي دي

زما قسمت کښ خوشحاليئ د آختر نشته خیاله
ما په سلګو لکه ماشوم د ژوند سحر کړي دي

 
 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

دهجران دلاسه


دهجران دلاسه

دهجران دلاسه

زما د مینې د د ر د و نو تا ته څه پته ده
په توره شپه د فریادونو تا ته څه پته ده

په ښکلی رنګ ښکلې خندا باندې یي نه شی غلط
ددي چمن د دي ګلو نو تا ته څه پته ده

په برندو برندو راته مه ګوره لمبه به شمه
د دي بڼو د د سر ونو تا ته څه پته ده

چې دالفت په اور سو زیږي د هجران دلا سه
د هغه درد د هغې مینې تا ته څه پته ده

هره خبره څه مطلب لري مطلب ته کیږي
داد خاکسار دغز لو نو تا ته څه پته ده

 
1 Comment

Posted by on July 5, 2013 in Pashtu Ghazals

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

غزل


ستا په چم باندې تېرېږم پښه نيولے پښه نيولے
وجه څۀ ده چې غورځېږم، پښه نيولے پښه نيولے

ووځم ستا لۀ چمه ځمه خو په نۀ زړۀ
وروستو ګورمه ودرېږم، پښه نيولے پښه نيولے

په ليدو پسې دې اخوا دېخوا ګورم
نور تورتم شو روانېږم، پښه نيولے پښه نيولے

چې د کلي ژوند دې نۀ په ما لورېږي
په ځنګل وردننه کېږم، پښه نيولے پښه نيولے

د زړۀ غم مې ستا يادونه راتازه کړي
بيا پرې زۀ درمان ژړېږم، پښه نيولے پښه نيولے

 
Leave a comment

Posted by on June 29, 2013 in Rizwan Darman

 

Tags: , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , , ,

 
Follow

Get every new post delivered to your Inbox.

Join 324 other followers

%d bloggers like this: